د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ راحيله حميد دراني د مقابلې نه غېر د بلوچستان اسمبلۍ وړومبې مېرمن سپيكره وټاكل شوه٬ راحيله حميد دراني د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو

كوئټه 24 دسمبر(اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ راحيله حميد دراني د مقابلې نه غېر د بلوچستان اسمبلۍ وړومبې مېرمن سپيكره وټاكل شوه۔ د هغې په مقابله كښې تر ټاكل شوي وخت 10 بجو پورې كوم بل كانديد د سپيكر چوكۍ لپاره كاغذونه جمع نه كړل٬ د ټاكل شوي وخت نه پس د جمعيت علما اسلام ﴿ف﴾ د صوبائي اسمبلۍ غړي مفتي ګلاب خان كاكړ هم د سپيكر چوكۍ لپاره د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړل خو پريذائيډنګ آفسير سيد لياقت آغا د تاخير په بنياد دا رد كړل۔ تر ټاكل شوي وخت پورې يوازې د مسلم ليګ﴿ن﴾ راحيله حميد درانې كاغذونه جمع كړي وو او دغسې هغه د مقابلې نه غېر سپيكره وټاكل شوه۔ د يادونې وړ ده چې د سپيكر چوكۍ د مير جان محمد جمالي د استعفٰي څخه وروسته ډېره موده خالي وه او مسلم ليګ ﴿ن﴾ دې چوكۍ لپاره راحيله حميد دراني كانديد كړې وه۔ راحيله حميد دراني 3 ځله د بلوچستان اسمبلۍ غړي او صوبائي وزيره هم پاتې شوې۔ د بلوچستان اسمبلۍ په تاريخ كښې راحيله دراني وړومبې مېرمن سپيكره جوړه شوې۔ هغې د زيارت په ورځ د خپلې چوكۍ سوګند پور ته كړو۔