د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ بلوچستان صوبائي صدر نواب ثناالله زهري د مقابلې نه غېر د بلوچستان وزيراعلٰي وټاكل شو

كوئټه 24 دسمبر(اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ بلوچستان صوبائي صدر نواب ثناالله زهري د مقابلې نه غېر د بلوچستان وزيراعلٰي وټاكل شو۔ د زيارت په ورځ د بلوچستان په اسمبلۍ كښې د نامزدګۍ كاغذونو لپاره په ټاكل شوي وخت كښې د نواب ثناالله زهري په مقابله كښې د اسمبلۍ كوم بل غړي د نامزدګۍ كاغذونه جمع نه كړل او د دې نه پس په اصولي توګه نواب ثناالله زهري د بلوچستان نوې وزيراعلٰي وټاكل شو۔ په بلوچستان كښې په سوله ايز ډول د اقتدار د انتقال عمل د مري تړون له مخې ترسره شو۔ وزيراعلٰي عبدالمالك بلوچ تېره ورځ د ياد شوي تړون له مخې د خپلې چوكۍ څخه استعفٰي وركړې وه۔