د كوټليو خبرو اترو كرڼلار جوړولو په غرض د پاك او هند خارجه سېكترانو غونډه به جنورۍ كښې كېږي٬ د پوځ سرلښكر به روانه مياشت كابل ته ځي٬ د ترهه ګرۍ په ضد د 34 اسلامي هېوادونو په اتحاد كښې شموليت رضاكارانه دے٬ د دولتي هڅو د لارې امريكې سره اړيكې بحال شوې٬ روس سره اړيكې په تندۍ سره مخ په وړاندې روانې دي ۔د سرتاج عزيز انسټي ټیوټ آف سټرېټجک سټډیز اسلام آباد كښې خبريالانو سره خبرې

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پی پی)د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز وئيلي دې د كوټليو خبرو اترو كرڼلار جوړولو په غرض د پاك او هند خارجه سېكترانو غونډه د جنورۍ په مينځ ومانه كښې كېږي او د پوځې مرستې او د روغې جوړې عمل بحالۍ پشمول نورو خبرو لپاره به د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف روانه مياشت كابل ته ځي ٬ د ترهه ګرۍ په ضد د 34 اسلامي هېوادونو په اتحاد كښې شموليت د لوظنامې برخه نه بلكې رضاكارانه دے٬ د دولتي هڅو د لارې امريكې سره اړيكې بحال شوې٬ روس سره اړيكې په تندۍ سره مخ په وړاندې روانې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ انسټي ټیوټ آف سټرېټجک سټډیز اسلام آباد كښې د پخوانې سفير او نوموړې اسلامي سكالر اكبر احمد او د ھغه ډلې لخوا په اوسني اروپاﺀ كښې د مسلمانانو او د غېر مسلمونو ترمېنځه د اړيكو په سرخط جوړ كړې دستاوېزي فلم “جرني انټو يورپ” سكريننګ په موقع خبريالانو سره خبرو كښې كړې ۔ سرتاج عزیز د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل دا د 34 ا سلامي هېوادونو كولېشن دے اتحاد نه دے٬ د سعودي حكومت دا واضح موقف لري چې په كولېشن كښئ شامل هر هېواد به د خپلو ترجيحاتو ټاكنه پخپله كوي او په دوي به د ذمه واريو هېڅ بندېز نه وي ۔طالبانو سره د خبرو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف به په دې مياشت كښې كابل ته ځي٬ افغان چاوراكو او د جنرال راحيل شريف ترمېنځه ملاقات كښې به په پوځي مرسته٬ د افغان روغې جوړې عمل بحالۍ پشمول په نورو چارو بحث كولې شي۔د سټېئرنګ كمېټۍ ګډون كوٶنكو پاکستان،افغانستان ،چین او امريکي غونډه به راتلونكې مياشت كېږي چې پكښې به د افغان په امن عمل خبرې كولې شي۔۔ده ووئېلا د پاك او هند د خارجه سېكترانو خبرو له به د 8 يا 9 آئټمز مېكنزم په جوړولو خبرې كېږي۔ د پاکستان او امريكې اړيكو په اړه سرتاج غزيز ووئيل په كال 12-2011 كښې امريكې سره اړيكې كړكېچني وي خو د مسلم ليګ (ن) حكومت جوړېدو نه پس امريكې سره اړيكې بيا بحال شوې۔ وزیر اعظم نواز شریف ستراتېژك ډائېلاګ لپاره امريكې ته تللے ٶ۔ ده ووئېل سږ كال په اكتوبر كښې وزیر اعظم نواز شریف بيا امريكې ته تللے ٶ۔ روسيې سره د اړيكو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل روس سره ستراتېژكې ٬ اقتصادي ٬ تجارتي او نورو څانګو په اړه دوه اړخيزه اړيكې په تندۍ سره مخ په وړاندې روانې دي ٬ روس سره د كراچۍ نه تر لاهور د ګاز پائپ لائن غزولو لوظنامه شوې چې پكښې به روسيه 2 اربه ډالره سرمايه كاري كوي دې سره سره د چورلكو اخستو په اړه هم خبرې رواې دي۔ دې څخه وړاندې دستورې ته د آئي اېس اېس آئي ډائرېكټر جنرل مسعود خان هم وېنا وكړه ۔