د قصور څخه ملتان ته تلونكې د مسافرو ګاډې د سختې لړې له امله پېښې سره مخ شو٬ په پېښه كښې 8 كسان مړه او 20 ژوبل شوي

ملتان 24 دسمبر(اے پي پي) د قصور څخه ملتان ته تلونكې د مسافرو ګاډې د سختې لړې له امله پېښې سره مخ شوې او په پېښه كښې 8 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي۔ په ژوبل شويو كسانو كښې د 9 حالت اندېښمن ښودلې شوې۔ د شخصي ټي وي راپور له مخې دا پېښه د زيارت په سهار هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د مسافرو تندرفتاره ګاډې د سختې لړې له امله په جهانيا كښې په ملتان سړك يو بس سره وجنګېدو۔ په پېښه كښې مړه او ژوبل شوي كسان د ملتان نشتر روغتون ته رسول شوي دي او پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي۔