د فوځدارۍ قانون (بدلون) بل 2015 سېنېټ اړوند كمېټۍ ته وسپارلو

اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) سېنېټ د فوځدارۍ قانون (بدلون) بل 2015 اړوند كمېټۍ ته سپارلې۔د شورو په ورځ د موسمياتي بدلون وفاقي وزير زاهد حامد په دې لړ كښې د قامي اسمبلۍ لخوا د منظورېدو په صورت كښې په بل غور له تحريك وړاندې كړو۔ايوان كښې د منظورۍ نه پس د سېنېټ چيئرمېن بل اړوند كمېټۍ ته وسپارلو۔