د آسانۍ مركزونو٬ د اسلام آباد اېكسپرېس وے جوړولو٬ د آئي جے پي روډ بحالۍ او د اېمبسي روډ دوه مخيز كولو هم جاج واخستے شو

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف اسلام آباد كښې د پرمختيائي پروژو په سپېځلې توګه او په وخت د بشپړولو سپارښتنه كړې ده ۔د شورو په ورځ وزيراعظم هاٶس كښې د سي ډي اے چارو په اړه د غونډې مشري كښې وزيراعظم ووئيل د پرمختيائي كارونو زر تر زره نه بشپړول د زغملو نه دي ٬ بايد د معيار سره سره د منصوبه عملدرآمد كار ګړندے وي۔په غونډه كښې د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري د سي ډي اې چیئرمېن هم ګډون كولو۔په غونډه كښې وزیراعظم د پرمختيائي پروژو پېكج د پرمختګ جاج واخست ٬ په دې پروژو كښې د اسلام آباد سړكونو كارپيټنګ٬ د اوبو ويستلو ٬ د اېل اي ډي لائټس د فټ پاتهونو بيا رغولو او نورې پروژې شامل دي۔ وزیراعظم د ډي 12، سی 15، پارك انکلیو I، پارك انکلیو II، ا 12، آئ 15 او آئي 12 پشمول د استوګنې سېكټرو ترقۍ په اړه خبر كړے شو۔ وزیراعظم ته ووئيلے شول د اسانۍ مركزونه بشپړېدونكې دي۔ وزیراعظم د اسلام آباد اېكسپرېس وے جوړولو٬ د آئي جے پي روډ بحالۍ او د اېمبسي روډ دوه مخيزه كولو هم جاج واخست