ایجیئن درياب كښې د كډوالو بېړۍ ډوبه شوه ،د 5 كوچنيانو پشمول 10 كسان مړه شول

ایتھنز ۔ 23 دسمبر (اے پی پی) ایجیئن درياب كښې د كډوالو يوه بېړۍ ډوبه شوې چې په نتيجه كښې ئې د 5 كوچنيانو پشمول 10 كډوال مړه شوي دي ۔د یونان میډیا تر مخه دا پیښه فارماکونِسکې جزیرې سره نزدې رامخې ته شوې ۔ د دې پېښې نه پس کوسټ گارډز 13 كسان ژوندې له اوبو نه راويستې او لا دوه كسه بې دركه دي ۔ دا پیښه په داسې وخت رامخې ته شوه چې كله ملګرو ملتونو او د كډوالو نړيوال تنظیم خپل يو راپور كښې ووئېلې چې سږ كال اروپاﺀ ته د رسېدونكو كډوالو شمېره د 10 لاکھ نه زياته شوې ۔ياد دې وي سږ كال په دې درياب پورېوتو كښې تر اوسه 700 كسان مړه شوي دي۔